کابینه بشپړه شوه؛ ولسمشر لس نوي نوماندوزیران وټاکل

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د ولسمشر د فرمان له مخې، د حکومت د کابینې لپاره لس نور نوماندوزیران ټاکل شوي او ډېر ژر به د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.

په دغو کسانو کې بشیراحمد ته‌ینج د کار او ټولنیزو چارو، نثاراحمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ، قدرت‌الله ذکي د ټرانسپورټ، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، فضل‌احمد معنوي د عدلیې، سیدسعادت منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت، انوارالحق احدي د کرنې او مالدارۍ، محب‌الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او عباس بصیر د لوړو زده‌کړو د سرپرست او نوماندوزیرانو په توګه معرفي شوي دي.

ارګ وايي، د دغو نوماندوزیرانو په معرفي کېدو سره د کابینې غړي بشپړ شول.

ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله د روان کال په غويي میاشت کې سیاسي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې عبدالله د ملي مصالحې شورا رییس شو او پلویانو ته یې هم په کابینه کې ځای ورکړل شو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې ولسمشر ته د عبدالله له لوري د ور پېژندل شویو نوماندوزیرانو پر سر د ارګ او سپېدار ترمنځ اختلافات رامنځته شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام