
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید کې د جنايي امر په ګډون ۵ پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، طالبانو د سیمې خلک په زور له خپلو کورونو ایستلي او بیا یې له همدې کورونو پر امنیه قوماندان برید پیل کړی.
شورش زیاتوي، دغو بریدونو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه یې کره جزيیات نه شته.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس محمدحسین سنجني وايي، طالبانو د تګاب ولسوالۍ پر امنيې قومندانۍ له څو لوريو بريدونه کړي او زياتوي چې بريد د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شو.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړ څه نه دي ویلي.





