ټاکل شوې چې سبا په رسمي ډول د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرواترو لړۍ پیل شي، خو د تړلو دروازو شا او د رسنیو له حضور پرته د دغو مذاکراتو احتمالي کېدو ځینې اندېښنې را پورته کړې دي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړي صدیقالله توحیدي سلاموطندار ته ویلي، که د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پټې کېږي، ښايي سیاسي معاملې پهکې وشي.
د توحیدي په خبره، اړتیا ده چې د افغانستان خلک د سولې مذاکراتو له اجندا او د دواړو پلاوو له خبرو خبر شي.
د رسنیو د حقونو برخې کارپوه قاسم رحماني هم د یادو خبرواترو د کېدو څرنګوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د بهرنیو هېوادونو په لاسوهنې او د پټې اجندا لرل، د وروستیو دوو لسیزو لاستهراوړنې له ګواښ سره مخ کوي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ یا نی ادارې اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وايي، د رسنیو له حضور پرته د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د اساسي قانون خلاف دي.
د نوموړي په وینا، خلک د قانون له مخې حق لري چې د یادو خبرواترو پر جزیاتو خبر شي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عینالدین بهادري هم غواړي چې د سولې خبرواترو ټول موضوعات او د هغو جزیات له خلکو سره شریک شي.
دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال هم د تېرو نږدې دوو لسیزو د لاستهراوړنو او د بشري حقونو د ارزښتونو د ساتنې، د بیان ازادي او د ښځو حقونو پر سر د معاملې په اړه اندېښنه لري.