
د پکتیا مرکز ګردېز ښار او پټان ولسوالۍ ترمنځ غځېدلي سړک کې چې د دغه ولایت د ۶ولسوالیو اوسېدونکي پرې تګ راتګ کوي، طالبان راوتي او دغه لویهلار یې د امنیتي ځواکونو او دولتي کارکونکيو پر مخ تړلې ده.
د ګردېز – پټان پر لويهلاره پراته اوسېدونکي او موټر چلوونکي وايي، د امنيت خرابوالي او بندښت له کبله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، د ګردېز ـ پټان لويهلاره کې امنيت له پخوا خراب شوی او دوه اوونۍ کېږي چې دغه لاره کې څو ځايه طالبان ولاړ وي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، طالبانو د حکومت له دفاعي حالته ناوړه ګټه اخيستې او يو شمېر سيمو کې لارو ته راوتي چې ولس يې ستونزو سره مخ کړی.
د پکتيا ولايتي مسوولان مني چې تېرو څو ورځو راهیسې د ۶ولسواليو لاره د امنيتي ځواکونو پر مخ تړل شوې خو وايي، دوی د دې لپاره چې بينالافغاني خبرې پيل شوي او د ښه نيت له مخې یې نه دي غوښتي چې پر وسلهوالو عمليات وکړي.
د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي، طالبان دې د سولې هغه تړون ته ژمن پاتې شي چې امريکا سره يې کړی دی.
له دې سربېره، ځايي چارواکي ډاد ورکوي چې امنیتي سرتېري ټولو ولسواليو کې د خلکو امنيت لپاره پوره چمتوالی لري.
دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو په درشل کې ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي چې په کې وسلهوالو او افغان ځواکونو ته مرګژوبله اوښې ده.





