د کورونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د چمتووالي خبرداری

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني چې د کووېډ ۱۹ شیدايي روغتون څېړلو او د هرات روغتیايي مسوولانو ستاينې لپاره هرات ته تللی، د ژمي موسم کې د کورونا ویروس د دویمې څپې له خپرېدو خبرداری ورکوي.

عثماني وايي، د هوا سړېدل، د موسمي ناروغیو زیاتېدل او د هوا ککړتیا به د ژمي موسم کې په کورونا ویروس د اخته کسانو د زیاتېدو له لاملونو وي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست کورونا ویروس سره مبارزه اوس هم د حکومت لومړیتوبونو نه بولي او وايي، هېواد کې د کورونا د لومړۍ څپې خپرېدو په نسبت، د دویمې احتمالي څپې راتګ لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هېواد کې د کووېډ ۱۹ روغتونونو ته د شاوخوا زر اکسیجن دستګاوو رسولو نه خبر ورکوي او وايي، ټاکل شوې هېواد کې د اکسیجن د تولید ۱۰ فابریکې جوړې شي چې ۷ به یې یوازې کابل کې وي.

هغه زیاتوي چې ټولو ولایتونو کې د کورونا ناروغانو د تشخیص لابراتوارونو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

هېواد کې کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت خبرداری داسې مهال دی چې د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وايي، دې وروستۍ اوونۍ کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر په نسبي توګه لوړ شوی دی.

دې سره د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې په کورونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره هرمرو ماسک وکاروي.

تراوسه افغناستان کې ۳۸ زره او ۸۹۷ کسان په کورونا اخته شوي چې له دې ډلې یو زر او ۴۳۷ یې مړه شوي او ۳۲ زره او ۵۷۶ یې بېرته ښه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام