د سولې نړیواله ورځ؛ بهرني سازمانونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي اندېښمن کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د سپټمبر یوویشتمې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوه ټویټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې د سولې نړیواله ورځ نمانځي، په افغانستان کې روانه جګړه له ملکي وګړو نه قرباني اخلي.

یوناما د جګړې له دواړو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ بللي دي.

هغه ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې په افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول ډېر شوی چې د ملکيانو په ګډون په‌کې دواړو لوریو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي، دا چې په دې وروستیو کې د افغان سولې مذاکرات پیل شوي، اړینه ده چې ټولې خواوې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي.

په همدې حال کې په قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر ټویټرپاڼې لیکلي، د دواړو لوریو د تماس ډلو تېر ماښام په خپلو کې غونډه جوړه کړې او د کاري کړنلارې پر اختلافي مواردو یې بحث کړی چې په وینا یې، د حل په برخه کې یې هم پرمختګ شوی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم ویلي چې د تماس ډلو تېر ماښام د غونډو پر کاري طرزالعمل بحث کړی او هیله یې ښودلې چې پر پاتې مواردو هم هوکړه وشي.

په دې سره د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې طالبان دې د سوله‌ییزې راتلونکې لپاره د ملګرتیا لاس راکړي.

عبدالله عبدالله ویلي، اړتیا ده چې طالبان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او اوربند لپاره د ولس غوښتنه ومني.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ له خبرواترو سره هم‌مهاله د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام