غني د ملګرو ملتونو پنځه‌اویایمې عمومي غونډې ته: اوربند مو لومړیتوب دی

ولسمشر محمداشرف غني د ملګرو ملتونو پنځه‌اویایمې عمومي غونډې ته په یوه ویډیويي پیغام کې چې بېګاه یې ورلېږلی، په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ خبرواترو ته په اشارې د اوربند غوښتنه کړې ده. ولسمشر ویلي، که څه هم افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د حکومت تر ټولو مهم او بیړنی لومړیتوب سولې ته رسېدل دي.

ولسمشر غني د سولې خبرواترو پر مهال له افغانستان نه د ملګرو ملتونو ملاتړ حیاتي بللی او د سراسري اوربند غوښتنې په اړه له دغه سازمان نه مننه کړې ده.

ولسمشر ويلي: «اوس چې د دولت مرکچي پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره خبرې کوي، د ملګرو ملتونو، زموږ د شریکانو او متحدانو رول ډېر مهم دی. افغانان په یادو خبرواترو کې یو روښانه او بیړنی لومړیتوب لري، اوربند. د تاوتریخوالي ژرترژره پای ته رسول موږ ته د بل هر څه په پرتله د پرمختګ فرصت برابروي.»

هغه زیاتوي: «خو دا بسنه نه کوي. موږ باید په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د ترهګرۍ ستونزې ريښې ته چې زموږ سیمه یې په اور اړولې، پام واړوو او د یوې نړیوالې ستونزې او ګواښ په توګه یې حل کړو».

ولسمشر غني دغه راز ویلي: «په وروستیو څلوېښت کلونو کې د افغانانو، په تېره د ښځو او ماشومانو پټ درد، د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د منشور ارزښت او د هغه د ژمنو نه پوره کېدل په ګوته کوي».

په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له رسمي پیل نه دیارلس ورځې تېرېږي، خو تر اوسه د دواړو لوریو مرکچیانو د خبرواترو د کړنلارې پر سر شته اختلافونه نه دي حل کړي.

د دولت او طالب ډلې د مرکچیانو د تماس ډلې غونډې چې د ځینو اختلافونو له کبله ځنډېدلې وې، پرون بیا پیل شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام