
د پروان اوسېدونکو په یوه غونډه کې پر شمالي د طالبانو هغه برید وغنده چې ۲۴ کاله مخکې یې کړی و. د دې غونډې ګډونوال وايي چې په یاد برید کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونو نورو خپلې مېنې پرېښودې.
دا غونډه چې د کوهدامن د اوو ولسوالیو او پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو اوسېدونکو پهکې ګډون کړی و، نن د کابل په شکردره ولسوالي کې جوړه شوې وه.
د ګډونوالو په وینا، د دې غونډې موخه یې د هغو قربانیانو یاد تازه کول دي چې پر شمالي د طالبانو په برید کې وژل شوي وو. د دوی په باور، اوس چې د سولې خبرې روانې دي، هغه جنایتونه چې په هېواد کې شوي، باید هېر نه شي.
یو ګډونوال محمد سالم وحدت سلاموطندار ته ویلي چې یاده غونډه د دولت او طالبانو مرکچیانو ته یو روښانه پیغام لري او هغه دا دی چې باید د طالبانو د سوې ځمکې سیاست بیا تجربه نه کړي.
د غونډې ګډونوالو له طالبانو هم وغوښتل چې په هېواد کې جګړه پای ته ورسوي او په وینا یې، د نورو «ساز» ته دې څڼې اچوي.
طالبانو له نن ۲۴ کاله وړاندې پر شمالي برید وکړ چې له کبله یې سلګونه کسان ووژل او د شمالي د انګورو تاکونه یې وسوځول.





