
د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري وژل شوې او بیا خښه شوې ده.
یوه باوري امنیتي سرچینه د نوم نه یادولو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې د یادې نجلۍ د وژل کېدو لامل له هغې سره یې د کاکا د لور د ټیلیفون پیدا کېدل دي.
د سرچینې په وینا، د کاکا لور یې له دې پېښې دوه ورځې وړاندې له کوره تښتېدلې وه.
سرچینه زیاتوي، د یادې نجلۍ د کاکا لور چې له کوره تښتېدلې، اوس د ښځو د ملاتړ په مرکز کې ساتل کېږي.
امنیتي ادارو د دغې پېښې په تړاو خپلې څېړنې پیل کړې دي.
کاپیسا، د کابل په ګاونډ کې هغه ولایت دی چې د وروستي یوه کال پر مهال پهکې د نجونو او ښځو د وژنې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.





