پر اختلافي موضوعاتو د تماس ډلو بحث بیا پیل شوی

د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د اختلافونو د حل لپاره د دواړو لوریو د تماس ډلو ترمنځ د بحثونو د بیا پیل خبر ورکوي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري وايي، د دواړو لوریو د تماس ډلو له څو ورځو وروسته بېګاه بیا ګډه غونډه لرله.

نوموړي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په یاده غونډه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، دواړو لوریو د سولې خبرواترو په کړنلاره کې پر اختلافي موضوعاتو بحث وکړ او دا بحثونه به دوام ولري.

نادر نادري دغه راز نن په دوحه کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د دولت او طالبانو د تماس ډلې به نن هم د کړنلارې پر اختلافي موضوعاتو د بحث لپاره سره کېني.

د طالب ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې په یاده ناسته کې د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د کاري اصولو پر ځینو برخو بحث شوی دی. هغه وايي، دغه غونډې به تر وروستۍ هوکړې پورې دوام ومومي او له حل کېدو سره سم به یې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د سنبلې میاشتې په دوه‌ویشتمه نېټه د قطر په دوحه کې پیل شوې، خو د دواړو لوريو مرکچیان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو په کړنلاره کې پر اختلافونو هوکړې ته ورسېږي او د سولې خبرې اترې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام