د نارینه ټینس سیالیو په دوام ۴ لوبغاړو د انګلیستان په سترو ګرانډ سلام سیالیو کې نېمه پای لوبو ته لار پیدا کړه، چې لومړۍ شمېره لوبغاړي او دفاعي اتل برتانوي انډي حیرانوونکې ماتې وخوړه.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د انګلیستان په کوربتوب د نارینه ټینس لومړۍ شمېره لوبغاړي دفاعي برتانوي انډي موري د ۲۴ شمېرې لوبغاړي سیم کیوري له خوا مات شو.
په کوارټرفاینل لوبو کې دویمه شمېره لوبغاړي سربیایي نواک جاکویک په کوارټرفاینل لوبه کې ټپي شو او سیالۍ یې ۱۱ شمېر لوبغاړي بیرډیچ ته پرېښوده.
همدارنګه پخواني لومړي شمېره لوبغاړي سویسي راجرفیډرر چې اوسمهال ۳ مقام لري شپږم مقام لرونکي کاناډایي رونیک ته په ماتې ورکولو او سیمي فاینل ته په رسېدو بریالی شو.
وروستی ۷ شمېره لوبغاړی چیلیک وو، چې ۱۶ شمېره لوبغاړي مولر ته یې ماتې ورکړه او د روانو ګرانډ سلام سترو ویمبلډن سیالیو په ۴غوره لوبغاړو پړاو کې یې د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.
د پلان له مخې به اوس سویسي راجرفیډرر پاې لوبې ته د رسېدو په موخه له ټومي بیرډیچ سره او چیلیک له سیم کیوري سره سیالۍ ترسره کړي.
همدارنګه د روان جام ښځینه ټینس سیالۍ هم نیمه پای لوبو ته رسیدلی دي، چې ګاربن موګوروزا له ریباریکووا سره او وینس ویلیمز له برتانوۍ جونا کونټا سیالۍ پاې لوبې ته د رسېدو په موخه سیالۍ ترسره کړي.
برتانوۍ کونټا که ۳ ځلي امریکایۍ اتلې وینس ویلیمز ته ماتې ورکړي نو دا به د ۱۹۷۷ کال وروسته لومړۍ برتانوۍ وي، چې د ویمبلډن پاې لوبه کې د لوبېدو چانس ترلاسه کوي.
په دې سیالیو کې د ټینس نړۍ مشهوره نارینه او ښځینه لوبغاړي برخه لري، چې د راتلونکې شنبې او یک شنبې په ورځ به یې اتلان اعلان شي.