بوسنیا الاصله المانی د افغانستان د ملي لوبډلې روزنکی وټاکل شو، د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې الماني روزونکی (سلوان اسکلیزیچ) یې فوټبال ملي لوبډلې ته د نوي روزونکي په توګه ګمارلی دی.
خبرپاڼه لیکي چی نوموړی کابل ته رارسیدلی دی او سبا به په یوه رسنیزه غونډه کې په فوټبال فدراسیون کې د رسنیو په وړاندې معرفي شي.
سلوان اوسمهال ۴۳ کاله عمر لري چې په اصل کې د بوسنیا هېواد اوسېدونکی دی خو کلونه یې د المان په فوټبال کې دنده ترسره کړې ده.
سلوان تر دې وړاندې د المان د فرانکفورټ د ۱۹ کلنې فوټبال لوبډلې او دغه راز د دې ښار د 23 کلنې فوټبال لوبډلې د روزنې ترڅنګ د بېلا بېلو فوټبال لوبډلو روزنه هم ترسره کړې ده.
المانې سلوان اسکلیزیچ له افغان فوټبالرانو سره نا اشنا نه دی بلکې د نوموړي تر روزونې لاندې په المان کې مېشت افغان ملي فوټبالران میلاد سالم، اباسین علي خېل او ضمېر داودي هم لوبې ترسره کړې او روزنه يې ترلاسه کړې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې له څه مودې راهیسې له دغه روزونکي سره په خبرو بوخت وو چی په پاي کې یې له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره روزنې ته اماده کړ.
د یادونې وړ ده چې د دغه الماني روزونکي سلوان وړاندې بل الماني ایریک روتمولر هم د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګمارل شوی و.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له پاره له کلونو راهیسې افغان یوسف کارګر د روزونې دنده ترسره کوي خو نوموړی اوسمهال د ټپي کېدو له کبله په عربي اماراتو کې تر درملنې لاندی دی.
افغانستان د تېرې جمعې په ورځ له پاکستاني فوټبال ملي لوبډلې سره په لاهور ښار کی یوه دوستانه نړېواله سیالۍ ترسره کړه چې پکښې افغانستان په نړېواله درجه بندۍ کې د ۱۴۲ مقام لرلو سره سره په نړیواله درجه بندۍ کی د ۱۸۸ م مقام لرونکی پاکستانۍ لوبډلې څخه ۲-۱ ماتې وخوړه په داسې حال کې چې ورسره ایراني روزونکي هم ملګري وو.




