د ترهګریزو پېښو له‌پاره پاکستان ته د ۲۵ ماشومانو مخه نيول شوې

د غزني ځای‌ناستي امنیه قوماندان غلام مصطفی مایار په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د غزني په اندړ، واغظ او ده‌یک ولسوالیو کې یې ۲۵ ماشومان نیولي، چې د ځانمرګو بریدونو د روزنې او ترهګریزو فعالیتونو له‌پاره پاکستان ته لېږدول کېدل.

د ده په خبره، دا ماشومان د پاکستان کویټې ښار «باي‌پاس» د طالبانو نظامي روزنيز مرکز ته لېږدول کېدل، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني د قره‌باغ او ابنده ولسوالیو کې نیول شوي‌دي.

د غزني د ځای‌ناستي امنیه قوماندان پر وینا، دا ماشومان له ۷ نه تر ۱۵ کالو پورې عمرونه لري، چې ټول د سیمه‌ییزو پولیسو، د طالبانو پر ضد د پاڅونوالو د قوماندانانو او هغو اشخاصو زامن دي، چې له طالبانو سره په جنګ کې وژل شوي‌دي.

د قوماندان مایار پر وینا، دا ماشومان د طالبانو د بانفوذو کسانو له لوري د دې ولایت له ولسواليو نه راټول شوي‌وو او په دوو موټرو کې پاکستان ته په حرکت وو.

ده دا هم وویل، چې دغو ماشومانو ته داسې دارو ورکړل شوي، چې درک، شعور او حافظه یې له لاسه ورکړې او د کومې پرېکړې او ارادې توان نه‌لري، چې څه وکړي.

د غزني ځای‌ناستي امنیه قوماندان همداراز زیاته کړه، چې دوی د دې ماشومانو د لېږد په تور ۴ تنه نیولي، چې د پولیسو څېړنې ترې روانې دي.

ده په‌دې برخه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ترهګریزو فعالیتونو له‌پاره خپل یا د نورو اولادونو د قربانۍ تر کچې پرې‌نه‌ږدي.

له بل لوري د دې ماشومانو له ډلې ځېنې وايي، چې د دوی کورنۍ د دوی په اړه خبرې وې، چې د دیني زده‌کړو له‌پاره د پاکستان د کویټې ښار «بای‌پاس» ته تلل او یو شمېر یې بیا وايي، چې دوی دلته د قرانکریم د حفظ یوه دوره تېره کړې او د نورو له‌پاره پاکستان ته تلل.

طالبانو تر دامهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام