
د پلازمينې کابل ښار له خونړي چاودنې وروسته خلکو اعتراضونه وکړل بیا يې د خپل اعتراض کوونکو د حرکت نوم يې د "بدلون پاڅون" کېښود.
دوی دا ځل په نوې بڼه په کابل ښار کې راووتل او د موټر هارنونو په کولو سره يې خپل اعتراض څرګند کړ.
دغه معترضین یو وار بیا د ولسمشر، اجرایه رییس، ملي امنیت سلاکار، د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر د استعفا غوښتنه يې وکړه.
معترضینو همدارنګه وغوښتل چې پر لاریون کوونکو د ډزو عاملین وپیژندل شي او ورته سزا ورکړل شي.
د دغو معترضینو یوه غړي عمر پرواني، چې د لاریون وروسته پریکړهلیک ولوست پکې راغلي، چې دوی یو ځل بیا د ولسمشر، اجرایه رییس، ملي امنیت سلاکار او ملي امنیت د رییس د استعفا غوښتنه کوي.

«د حکومتي مشرانو خودکامه ګي او قانون ماتونو دوام سره ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د خلکو او نظام په خیر نه دي پر دې اساس زموږ غوښتنه دا ده چې د هیواد په لوړه کچه مدیریت کې د کمزورۍ له امله او د نظام له ګډویدو مخنیوي په موخه باید له خپلو دندو استعفا ورکړي.»
همدارنګه معترضینو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د حکومتي مشرانو د خپل سریو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې د دموکراسي او له ترهګرۍ سره د مبارزې قرباني شي.
«اجازه دې نه ورکوي، چې په افغانستان کې يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او دموکراسي تحکیم په برخه کې د ۱ نیمې لسیزې هڅې د یوې نامشروع کړۍ د خپل سرۍ قرباني شي چې سیاسي واک يي د تقلب کودتا له لارې لاس ته راوړي.»
دغه خوځښت په کابل کې د روان کال جوزا میاشتې ۱۲ مې نیټې خونړي بریدو وروسته رامنځته شو او وخت ناوخت اعتراضونه کوي.





