سلاموطندار ته داسې ویډيو په لاس ورغلې، چې د طالبانو لوړ پوړي مشران له داعش ډلې سره بیعت کوي.
دغه ویډيو ښي، چې فاریاب لهپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي ظریف په درزاب ولسوالۍ کې له داعش ډلې سره یوځای کيږي.
ویډيو د درزاب ولسوالۍ په "کوتل اوستی" سیمه کې جوړه شوې ده.
د درزاب سرپرست ولسوال بازمحمد داور وايي، دا لومړی ځل دی چې په دغومره لوړه کچه طالبان له داعش ډلې سره بیعت کوي.
د ویلو ده، چې وسلهوال طالبان پهدې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.