داعشیانو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې له ۱۰ طالبانو سرونه پرې کړيدي.
د جوزجان د درزاب ځایناستي ولسوال بازمحمد داور نن سهار وویل، چې داعشیانو دا شمېر طالبان لومړی نیولي او بیا یې د دې ډلې د یو قوماندان په ګډون لس واړه خلع سلاح کړي او وژلي دي. دا پېښه د درزاب ولسوالۍ په اق بلاق سیمه کې شوېده.
طالبانو او داعشیانو تر اوسه په رسمي ډول پهدې تړاو څه نهدي ویلي.
په ورته وخت کې بیا د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په قوش تپې ولسوالۍ کې د بېپيلوټې الوتکې د عملیاتو پر مهال د داعشیانو ۵ مهم سرګروپان وژل شويدي.
د جوزجان د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي سلام وطندار ته وویل، چې دا عملیات د «اقسای او چقمهچقور لویدیځ» کلیو کې شوي.
د جوزجان د امنیت د امر پر وینا، دا عملیات له پخوا نه د داعشیانو پر نظامي هډې پلان شويوو، چې په بریالیتوب سره تېره شپه پای ته ورسېدل.
هاخوا د قوش تپې ولسوالۍ امنیتي مسوولان وايي، چې پهدې عملیاتو کې د حزبالله، جابر، عثمان، داملا مهدي او قاريمحب الله په نامه د داعش مهم قوماندانان وژل شويدي.
داعشیانو تر اوسه د خپلو دا شمېر قوماندانانو د وژل کېدا په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.