د درزاب ځینې موټر چلوونکي د خپلو ګټو له‌پاره خلک ډاروي

د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د لومړی ځل له‌پاره داعش وسله والې ډلې ونیوله، چې سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ نورو سیمو ته کډه شوې.

له درزاب ولسوالۍ د خلکو کډه کېدلو د موټر چلوونکو بازار زیات کړو.

اوسمهال درزاب ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده، خو موټر چلوونکي لا هم خلک وېروي، چې داعش ډله بیاځلي برید کوي او په دې تبلیغ سره یې د خپلې باربرۍ بازار ګرم ساتلی دی.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالرحمان محمودي وايي، د درزاب له سقوط مخکې موټر چلوونکي په ۳۰۰ افغانیو ترښاره راتلل، خو د جګړې له پیل سره دغه شمېر ۱۰۰۰ افغانیو ته لوړ شو.

دی وايي، موټر چلوونکو د کرایې لوړې بیې د ساتلو له‌پاره تبلیغات جاري ساتلي او خلکو ته وايي: "څومره ژر چې کېږي له ولسوالۍ کډې وکړي او داعش بیا حمله کوي."

محمودي له ټولو درزابیانو غواړي، چې د موټر چلوونکو په تبلیغاتو پسې دې نه ځي او زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه د داعش ډلې د ځپلو توان لري او هېڅکله به دغه پېښه بیا تکرار نه شي.

د درزاب اوسېدنکي هم دغه قضیه تاییدوي او تور پورې کوي، چې موټر چلوونکي ماشومانو ته پسې ورکوي ترڅو خپلو کورنیو ته د داعش ډلې دویم ځلي برید په اړه خبر ورکړي او له سیمې یې تېښتې ته اړ باسي.

د درزاب امنیې قوماندان محمد اسماعیل موضوع تاییدوي او وايي اوسمهال حالت ښه شوی او دوی د موټر چلوونکو تګ را تګ تر څار لاندې نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې د جوزا میاشتې په ۲۹ تاریخ په درزار ولسوالۍ برید وکړ او په سبا ورځ یې دغه ولسوالي ونیوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام