
د چین په سیچوان ایالت کې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې شاوخوا ۴۰ کورنه تر ځمکې لاندې شوي او له ۱۰۰ زیات کسان تریتم شوي دي.
د راپورونو له مخې د سیچوان ایالت په محلي وخت د ګهیځ ۶ بجې ځمکې حرکت پیل کړی او د مائوشیان ناحیې شینمو کلی چې د غره په لمن کې موقعیت لري تر خاورو لاندې کړی دی.
ژغورونکی ټیم هڅه کوي، تر خاورو لاندي شوي کسان راوباسي. اټکل کېږي، چې د پېښې د قربانیانو شمېر زیات شي.
د چین په غرنیو سیمو کې په څوارې سره ځمکه ښویېدلي دي او دغه چاره زیاتره وخت له موسمي بارانونو وروسته پېښیږي.





