
په افغانستان کې ځينې د سیاسي چارو شنونکي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یاموتو تدامیچي د هغو خبرو پلوي کوي، چې ویلي يې و باید د افغانستان د حکومتولۍ په بڼه کې تغیرات راشي.
هغه دا هم ویلي و، چې افغان حکومت په سمه نه دی روان او قومي مسایلو ته پهکې زیاته لمنه وهل کيږي.
د افغانستان له پاره د ملګر ملتونو ځانګړی استازی یاموتو تدامیچي تېره ورځ نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل، د افغان حکومت د حکومتولی بڼې نه بدلون په صورت کې به دغه هېواد کې ګډوډي لا پسې زیاته شي.
د ملګرو ملتونو دغه استازي په خبره، په افغانستان کې سیاسي اختلافات او قومي مسایل زور اخیستی او پر دې سره به داعش وسله والو ته یو فُرصت په لاس ورشي.
تدامیچي په خپلو خبرو کې ټينګار کوي چې افغانستان کې د سیاسي شراکت پراختیا، رڼښت او په ځانګړي توګه د امنیتي سکټور کې باور رامنځته کولو پرته به حالات نور هم خراب شي.
تدامیچي زیاتوي چې افغان دولت له سیاسي ډلو سره سلا مشورې نه کوي او نه هم سیاسي شراکت ته درناوی لري.
.jpg)
په همدې حال کې سیاسي شنونکي وايي چې افغان حکومت باید د حکومتولۍ بڼې ته بدلون ورکړي او د ملګرو ملتونو اندیښنو ته دې دپای ټکی کیږ دي.
سیاسي شنونکی محمد اسحاق اتمر وايي، اوسني حکومت نړیواله ټولنه او هېواد وال يې له یو نا څرګند حالت سره مخ کړي دي.
یوبل سیاسي شنونکی خیلیل رومان په دې اند دی چې حکومت کې د ننه بې باوري او نه ځواب وینه د نړیوالو د اندیښنو لامل شوی:
بل خوا د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال سلام وطندار ته وویل چې حکومت په ټولو برخو کې له هېواد والو سره سلا مشورې کوي:
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي نایب د حکومت بې غورۍ او د ولسي جرګې مصوبو ته د ولسمشر نه درناوي په تړاو کلکې نیوکې وکړې.
دغه راز، د ولسي جرګې لومړي نایب همایون همایون چې د جرګې مشري يې په غاړه وه د غونډې جمبندۍ پرته له جرګې ووت.





