د امریکې ازاد ګالف نړېوالې سیالۍ د امریکایي لوبغاړي بروکس کویپکا په اتلولۍ سره پای ته ورسيدې او د لومړي ځل لهپاره د کومو سترو ګالف سیالیو اتلولي وګټله.
د سیالیو د رسمي ویپپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه امریکایي لوبغاړي بروکس کویپکا هغه ریکارډ برابر کړ، چې په ډیرو کمو ۱۶ امتیازونو سره بیا هم د ګډون کوونکو لوبغاړو په ډله کې ګټوونکی اعلان شو.
د یادونې وړ ده، چې د امریکې ۱۱۷م پړاو ازادو ګالف سیالیو کې ددغه لوبې تکړه لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې د ویسکونسین ښار په ایرین تپو کې ترسره شوې.
امریکایي لوبغاړي بروکس کویپکا اوسمهال ۲۷ کاله عمرلري، په لس کلنۍ کې یې د موټر ټکر وروسته ګالف لوبې ته مخه کړې ده او په ۵مه هڅه یې د امریکې په کچه د ګالف سیاليو لومړۍ اتلولي وګټله.
کویپکا ته د اتلولۍ ګټلو وروسته د خپل ملګري فلیټ ویټ لخوا مبارکي وویل شوه او نوموړی یې په لومړۍ اتلولي او ښکلې لوبې سره وستایه.
د امریکې دګالف دغه نوي ستوري بروکس کویپکا په ۲۰۱۲ کال کې مسلکي ګالف ته مخه ښه کړه او د امریکې ازادو ګالف سیالیو اتلولۍ ګټلو وړاندې یې دوه ځلې د اروپا سفر، دوه ځلې یې د "پي، جي اې" ګالف سیالیو او یو ځل یې د جاپان ګالف سیالیو اتلولۍ ګټلي دي.
د امریکې ازادو ګالف سیالیو اتلولۍ په ګټلو سره د فلوریډا ایالت دغه لوبغاړي بروکس کویپکا د اتلولۍ جام ترڅنګ ۲ اعشاریه ۱ میلیون ډالر دانعام په توګه وګټل.
بروکس کویپکا پهدې اتلولۍ سره اوسمهال د ګالف لوبغاړو په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ په بهترینه ګالف لوبغاړو کې لسم مقام له ځان سره لري.
د ګالف په نړیواله درجه بندۍ کې اوسمهال امریکایي لوبغاړی جسټن جونس په زیاتو امتیازونو سره لومړی مقام له ځان سره لري.