په خوست ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په اډانه کې د نوري فایبر او سلام مخابراتي شبکې پروژې ګټنې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو دواړو پروژو ټولټال ۶ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.
د پرانیستې په مراسمو کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، چې یوه یې نوري فایبر او بله یې سلام مخابراتي شبکه ده، چې د پکتیا مرکز ګردیز څخه تر خوست ښار او بیا تر غلام خان بندر پورې ټولټال ۱۳۸ کیلومتره په اوږدوالي غځېدلې.
حبیبي وايي، د نوري فایبر پروژه د څلور میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بشپړه شوې، چې ۲ اشاریه ۹ میلیونه یې نړیوال بانک او پاتې ۱ اشاریه ۱ میلیون ډالر یې افغان ټیلي کام شرکت ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه، د نوري فایبر په واسطه به خوست د ټکنالوژۍ په وسیله پاکستان سره وصل شي او له دې لارې به نور اړین خدمات وړاندې شي.
والي وویل، دویمه پروژه مزي لرونکي تیلیفونونه دي، چې شمېر یې ۵ زره لینه کېږي او ۱،۹ میلیونه امریکايي ډالر لګښت پرې شوی دی.
د خوست والي وویل، مزې لرونکی سلام تیلفیوني شبکه به د ۴ کیلو مترو په پراخوالي او ۹۷ کیلومترو په اوږد والي کار وکړي.
دی وايي، په لومړي قدم کې به د سلام مخابراتي شبکه د خوست ښاریانو لهپاره ۵ زره لینه فعال کړي.
شاوخوا دوه کلونه مخکې د نوري فایبر او سلام مخابراتي شبکو د غځولو چارې پیل شوې وې، چې د امنیتي ستونزو له کبله یې چارې ورو مخې ته تللې.