له طبیعي پېښو سره د دولت وزارت د ۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاس‌لیک کړ

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د کابل ښاروالۍ، سیمه ییزو ارګانونو، د کور او ښارجوړونې وزارت او هبیتات ادارې سره بېلابېل څلور اړخیز تړونونه لاسلیک کړل.

دغه وزارت د جاپان هېواد او هبیتات موسېسې په مالي مرستو د ۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د دې تړون له مخې په کابل او مزار شریف ښارونو کې په څلورو برخو زلزله، سیلابونو، د ځمکې ښویېدلو او د اوبو راپورته کېدلو پر وخت د خوندیتوب او زیانونو مخنیوي په موخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي؛ په دې برخه کې به څېړنې کوي، ترڅو د مخنیوي لارې چارې ورته موندل شي.

غونډه کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر ویس برمک وویل، د پېښو له رامنځته کېدو مخکې لازم تدابیر اړین دي؛ نو ځکه د ۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت دغه څلور اړخیز تړون لاسلیک کوي.

برمک وايي، د دې تړون پربنسټ به، په کابل او مزار شریف کې د زلزلې، اور لګېدنې او د اوبو راپورته کېدلو د مخنیوي په موخه د خطر سیمې په نښه او په دې برخه کې به خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

نوموړي وویل، د نړیوال بانک په مرسته یې د پېښو په مخنیوي کې په ۵ مهمو برخو لکه زلزله، سیلابونه، د واروې ښویېدنې، وچ کالي او د ځمکې د ښویېدو د مخنیوي په پار په یوې ملي ستراتېژي هم کار پیل کړی، چې درې میاشتې وروسته به یې چارې بشپړې او عملي بڼه به غوره کړي.

غونډې ته د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي وویل، چې کابل ښار د جدي زلزلې له خطر سره مخ دی، نو د دغه تړون له مخې ۱۰۰ کورونه د نمونې په شکل جوړوي، چې د زلزلې خطر په کې ونه وسي او همدا ډول د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخه کې خپل ظرفیت ته وده ورکوي.

غونډې ته د ښار او کور جوړونې وزارت چارواکي وویل، چې د دې تړون له مخې د کور جوړونې وزارت ونډه پالیسي جوړونکې ده او دوی هڅه کوي په پېښو کې زیانونه صفر او یا یې هم کچه راټیټه کړي.

دغه راز د هبیتات موسېسې په استازیتوب یوریشیا وویل، د دې تړون له مخې په کابل او مزار کې ۶۰۰۰ کورنۍ په عملي او مستقیمه بڼه له دغې پروژې ګټه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام