«زموږ قهرمانان» د کابل په پلیو لارو کې

ځېنو ځوانانو له امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په پار په کابل کې د سړک‌غاړې انځوریز نندارتون جوړ کړي. دې ځوانانو ـ چې د زرنګار پارک پلې لارې د امنیتي ځواکونو په بېلابېلو انځورونو ښکلې کړې‌دي ـ وايي چې نندارتون یې د امنیتي ځواکونو د زحمتونو د احترام په پار جوړ کړی‌دي.

د نندارتون جوړوونکي وايي چې د دې نندارتون په جوړولو سره امنیتي ځواکونو ته وښيي چې د هېواد په هره لېرې پرته سیمه کې یوازې نه‌دي. د دې نندارتون دوه تنه جوړوونکي عبدالخالق میزايي او وحیدشاه احمدي وايي چې امنیتي ځواکونو د خلکو قهرمانان دي او د دا ډول د نندارتونونو په جوړولو سره غواړي امنیتي ځواکونه تشویق کړي.

کابل‌ښاریان هم د دې نندارتون هرکلی کوي او وايي چې امنیتي ځواکونه په ډېرو لږو تجهیزاتو د هېواد دفاع کوي.

دوه کابل‌ښاریان الیاس او خالد ستاکنزی وايي، امنیتي ځواکونه په یخو او ګرمو شپو کې د هېواد له هرې لوېشتې نه په سختو شرایطو کې دفاع کوي او موږ یې ملاتړي یو.

د محمد هارون په نوم یو سرتېری وايي، کله چې له‌دې پلې لارې تېرېد او د امنیتي ځواکونو انځورونه یې ولیدل؛ احساس یې کړه چې د هېوادوالو له‌پاره یې زحمتونه بې‌ځایه نه‌دي تللي. هارون زیاتوي، د خلکو ملاتړ د دې لامل کېږي چې دوی په لوړه روحیه د هېواد د دوښمنانو په مقابل کې وجنګېږي.

تېره میاشت ولسمشر غني په یو ویډیويي پيغام کې ویلي وو چې په تېرو ۴کالونو کې شاوخوا ۳۰زره امنیتي ځواکونه وژل شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام