د ایران پر پارلمان برید: ۷ تن وژل شوي او څو نور ټپیان دي

ایراني رسنیو خبر خپور کړی، چې نن (چهارشنبې) له غرمې مخکې ۳ وسله‌والو کسانو د دې هېواد پر پارلمان برید کړی، چې په پایله کې یې ۷ تنه وژل شوي او له لسو ډېر ټپيان شوي‌دي.

د وژل شویو ډېره برخه د جرګې امنیتي ساتونکي او ټپیانو کې مراجعین شامل دي.

ویل کېږي، چې ایران امنیتي ځواکونه له وسله‌والو سره په نښته بوخت دي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې وسله‌والو څو تنه له ځان سره ایسار کړي هم دي.

په ورته وخت کې څوو وسله‌والو د امام خمیني پر قبر باندې برید کړی، چې تر اوسه یې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي‌دي.

یوې ښځې پر قبر ځانمرګی برید کړی، یو امنیتي کس یې وژلی او بل یو یې له ایراني ځواکونو سره په نښته بوخت دی.

که څه هم تر اوسه په رسمي ډول د بریدګرو هویت نه‌دی پېژندل شوی؛ خو له‌دې مخکې داعش ایران ته په‌دې هېواد کې د بریدونو خبرداری ورکړی‌و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام