طالبانو په جلرېز ولسوالۍ ډله‌ییزه برید کړی

د میدان وردګ سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې نن سهار د (می پر ۳۱مه) لسګونو وسله‌والو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ په بېلابېلو امنیتي پوستو بریدونه کړي‌دي.

د جلرېز ولسوال نقیب‌الله حیدري سلام وطندار ته وویل، تر دامهاله د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او سیمې ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي.

حیدري زیاتوي تراوسه په‌دې جګړه کې د دوو پولیسو په ګډون ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور طالبان ټپيان شوي‌دي.

د ده پر وینا، په وژلو شویو وسله‌والو کې د تورن په نامه د وسله‌والو طالبانو یو مشهور قوماندان هم وژل شوی‌دی.

په ورته وخت کې د میدان وردګو یوې امنتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، وسله‌والو طالبانو له سهار راهیسې د کابل ـ بامیانو لویه لار هم تړلې ده.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، چې د جلرېز ولسوالۍ دوه امنیتي پوستې یې نیولي او ګڼ شمېر امنیتي سرتېري یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام