
د ولسمشرۍ ماڼۍ ځای ناستي ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، راتلونکې اوونۍ به ۸ تنه نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستلو په پاره ورمعرفي شي.
دی وايي، په دې اړه د حکومت د مشرانو ترمنځ خبرې جریان لري.
شاه حسین مرتضوي وویل، د دغو نوماند وزیرانو نوملړ به ډېر ژر بشپړ شي.
مرتضوي وايي، د نویو نوماند وزیرانو په ډله کې وړ، پوه او تجربه لرونکي کسان هم حضور لري.
شاه حسین مرتضوي د نوماند وزیرانو نومونه نه اخلي؛ خو وايي، چې د دوی په ډله کې د وزارتونو ځینې موجوده سرپرستان هم شامل دي.
د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، حکومت ولسي جرګې ته د نویو نوماند وزیرانو د ورپېژندلو په برخه کې هوډ لري او ډېر ژره به یې د باور رایو اخیستلو له پاره ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.
.jpg)
د جاوید فیصل په خبره، د کابینې بشپړېدل د حکومت له پاره یو لومړیتوب دی.
د ملي یووالي حکومت څه موده مخکې طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت ځای ناستي، فیض الله ذکي د کار او ټولنیزو چارو وزارت ځای ناستي، نرګس نهان د کانونو او پطرولیم وزارت ځای ناستي په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړل؛ خو ولسی جرګې پرېکړه وکړه، دغو نوماندانو ته په دې شرط د باور رایه ورکوي، چې د کابینې ټول نوماند وزیران ورمعرفي کړي.
ولسي جرګې د تېر کال په عقرب میاشت کې د کابینې ۱۶ تنه وزیران د ۷۰ سلنه پراختیايي بودیجې نه مصرف له کبله وراستیضاح کړل، چې له دې ډلې یې د بهرنیو چارو وزیر، د لوړو زده کړو وزیره، د مخابراتو وزیر، د ټولګتو وزیر، د پوهنې وزیر، د ټرانسپورټ وزیر او د کار او ټولنیزو چارو وزیر سلب صلاحیت کړل.
نوي نوماند وزیران په داسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي کېږي، چې شاوخوا ۷ میاشتې کېږي، د سلب صلاحیت شویو وزیرانو ځینې یې په خپلو څوکیو کار کوي.





