.jpg)
د باکیفیته زدهکړو او روزنې ملاتړ غورځنګ د پوهنې وزارت په مرسته د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې دغه کمپاین ترسره کوي.
د دې غورځنګ مسوولین وايي، د کمپاین موخه ټولو هېوادوالو ته په وړیا توګه د باکیفیته او خوندي ښوونې او روزنې رسول دي.
له باکیفیته زدهکړې او روزنې ملاتړ غورځنګ مسوول رحیم جامي وایي، چې د پوهنې برخې ته د حکومت نه پاملرنه د اندېښنې خبره ده او د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
جامي همدا ډول له حکومته غواړي، د ښوونې او روزنې کیفیت لوړولو په موخه دې پوهنه له سیاسته لرې وساتي.
دغه راز د پوهنې وزارت معین محمد ابراهیم شینواری د ښوونې او روزنې کیفیت لوړولو له کمپاینه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، په افغانستان کې ناامني د ښوونې او روزنې کیفیت لوړولو په لار کې یو خنډ دی.
.jpg)
محمد ابراهیم شینواري ډاډ ورکړ، چې وزارت یې د ښوونې او روزنې کیفیت لوړولو په برخه کې ځانګړي پروګرامونه لري، په عملي کولو سره به یې تر ډېره د زدهکوونکو ستونزې حل شي.
نوموړي دا هم وویل، د زدهکوونکو روغتیا ته د پاملرنې په خاطر یې ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو برابرول، د لوبو میدانونو جوړول او دغه راز د زدهکړو نتیجه ګیرۍ په پار یو ریاست هم جوړوي.
شینواری وايي، پوهنې وزارت د مسلکي ښوونکو کموالي او د کتابونو وېش په برخه کې لا هم ستونزې لري.
هر کال د ښوونې او روزنې نړیوال کمپاین د افغانستان په شمول د سلګونو زرو بنسټونو په غړیتوب د نړۍ په څه باندې ۱۱۲ هېوادونو کې ترسره کېږي.





