د ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون پر ودانۍ برید کې ۶ تنه وژل شوي

 

د ننګرهار ولایت مسوولین وايي، چې د دې ولایت ملي راډیو تلوېزیون پر ودانۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی دی.

د ننګرهار والي ګلاب منګل رسنیو ته وویل، په دې درې ساعته نښته کې ۶ تنه سرتېري او مامورین وژل شوي دي.

ګلاب منګل وايي، برید کې څلور تنه ځانمرګي برید ګر هم وژل شوي دي.

والي وویل، په دې پېښه کې ۶ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ټپيان شوي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون دوو خبریالانو شاکرالله ساپي او عبدالصبور صمدي د سترګو لیدلی حال بیانوي، وايي، چې: "ځانمرګو بریدګرو په هر چا ډزې کولې؛ خو د دوی زیاترو همکارانو د راډیو تلویزیون له دویمې دروازې ځانونه وویستل."

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې اخیستی دی.

دغه برید داسې مهال وشو، چې دوه ورځې مخکې امنیتي ادارو د راډیو ټلوېزیون کارکوونکو ته پر دوی د برید خبرداری ورکړی و.

لومړني جزیات

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ نیمې بجې د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون ته ځانمرګي بریدګر ننوتي دي.

د ننګرهار د ولایت مقام ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چې بریدګر د ملي راډیو ټلوېزیون له ودانۍ نه له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي. د خوږیاڼي په خبره، د تلفاتو په اړه کره جزیات نه‌لري.

د ده پر وینا، افغان ځواکونه هڅه کوي، چې بریدګر له منځه یوسي.

د ولایت مقام ویاند زیاته کړه، چې د ملي راډیو ټلوېزیون ځېنې غړي په ودانۍ کې دننه خوندي دي.

له سیمې نه عیني شاهدان وايي، چې همدا شېبه د ملي راډیو ټلوېزیون غټه چاودنه شوې او شاوخوا ټول هټي بند شوي‌دي.  دوی وايي، چې اوسمهال هم په سیمه کې جګړه روانه ده.

د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون وداني د ښار له ګڼې ـ ګوڼې نه په ډک ځای کې موقعیت لري، چې شمال خوا ته یې د ننګرهار ماڼۍ او د ولایت مقام مقرونه پراته دي.

 تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام