د ننګرهار مدني فعالان: ګلاب منګل دې محاکمه شي

د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو په اعتراضیه غونډه کې د دې ولایت والي ګلاب منګل کمزوری وبللو، د فساد او بې کفایتي تورونه یې پرې ولګول.  

دغو مدني فعالانو وویل، په ننګرهار کې د ناامنۍ، داعش ډلې د پیاوړتیا، انسان وژنو او تښتونو، پراخ فساد او د ملي شتمنیو غصب په پار دې ګلاب منګل محکمې ته ور وپېژندل شي.

د ننګرهار د مدني فعالانو په استازیتوب خالد سادات وویل، ګلاب منګل په هلمند، لغمان او نورو ادارو کې ناکامه او ناکاره چارواکي ثابت شوی و؛ د دولت له خوا په ننګرهار ورتپل شوی دی.

دی وایي، د والي د بې‌کفایتۍ له امله په دې ولایت کې پراخ لاریونونه شوي؛ له همدې کبله یې ګوښه کول او علني محاکمه غواړو.

مدني فعالان وایي، د ننګرهار والي د کامې ولسوالۍ یو شمېر ښوونکي له تېرې جمعې راهیسې په ناقانونه توګه بندیان کړي دي.

د دوی په خبره، د کامې ولسوالۍ ښوونکو د ولسمشر د فرمان له مخې د ورکړل شوې نومرې د حق غوښتنې په پاره اعتصاب کړی و.

خو د ننګرهار د والي ویاند اعطاالله خوږیاڼۍ د مدني فعالانو څرګندونې ردوي او وایي، دا ډول غونډې د ننګرهار په زیان دي.

خوږیاڼي وویل، په ننګرهار کې د فساد پر ضد مبارزه شوې، د غصب مخنیوی شوی او په دې لړ کې جدي اقدامات ترسره شوي دي.

مدني فعالان وایي، که حکومت د پنج شنبې تر ورځې د دوی غوښتنې ونه مني، پراخ لاریونونه به وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام