
د جوزجان سیمهییز چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره ورځ د دې ولایت د خانقاه ولسوالۍ په بکاول سیمه کې شوېده.
د خانقاه ولسوال نقیبالله قادري سلام وطندار ته وویل، دغه سړی د خپلې ښځې له وژلو وروسته پولیسو ته تسلیم شوی او په لومړیو څېړنو کې یې ویلي، چې ښځې یې له بل سړي سره د نامشروع اړیکو پر سر وژلې ده.
قاري زیاته کړه، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د پولیسو څېړنې روانې دي، چې د قتل اصلي انګېزه روښانه کړي.
د خانقاه ولسوال وايي، چې دا سړی اوغُل ګل نومېږي او ۳۵ کاله عمر لري.
د شبرغان په منګوتي سیمه کې د یوې ۲۰ کلنې پېغلې جسد پيدا شوی
دا پهداسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د شبرغان ښار په منګوتي سیمه کې له ۸ ورځو نادرکۍ وروسته د یوې ۲۰ کلنې جلۍ جسد پیدا شو.