
له نن ګهیځ شاوخوا څلورو بجو راهیسې د کونړ د سرکاڼو، مرورې، وټهپور، چپېدرې او شیګل ولسوالیو پر ځېنو امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو له لوري بریدونه پيل شويدي.
د کونړ امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان په یادو څلورو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو د جګړې پخلی کوي؛ خو پهدې اړه د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
د دې ولایت د مقام ویاند هم په درېیوو ولسوالیو وټهپور، مرورې او سرکاڼو کې پر امنیتي پوستو د وسلهوالو جګړه مني، وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه د دغو جګړو له امله وټهپور ولسوالۍ کې یوه ماشومه ژوبله شوې هم ده.
دی زیاتوي، چې پهدې اړه به نور جزیات وروسته شریک کړي.
له بل لوري د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې بریدونه په شا تمبول شوي، چې په پایله کې یې ۲۲ طالبان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شويدي.
خو د سرکاڼو، وټهپور او چپېدرې ځېنو اوسېدونکیو د ټیلیفون پر لیکه سلام وطندار ته وویل، له تېرې شپې راهیسې د یادو ولسوالیو پر ځېنو امنیتي پوستو وسلهوال بریدونه شوي، چې همدا ګړۍ هم روان دي.
د وټهپور ولسوالۍ اوسېدونکي صابر مالیار وویل، دغې ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ هم لګېدلې، چې یوه مېرمن پهکې سخته ژوبله شوېده.
دغو ولسي وګړیو حکومت او وسلهوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه لرل.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.