
د جوزجان ولایت سیمهییز مسوولین وايي، چې هلته او په ځينو نورو ولایتونو کې له هوا نه د یو ناپيژانده څلورماشینه الوتکې پهواسطه د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمو ته څو مشکوک صندوقونه غورځول شوي دي.
دوی وايي، چې دغه صندوقونه د جوزجان په قوشتپې او درزاب او د فاریاب بلچراغ او د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې، چې د داعش ډلې تر ولکې لاندې دي غورځول شوي دي.
د درزاب ولسوال رحمتالله حشر سلاموطندار ته وویل، چې دغې الوتکې تېره ورځ مازدیګر ۵ بجې څو صندوقونه د قوشتپې ولسوالۍ ليلي دښت نه د سرپل او فاریاب ولایتونو په طرف ليږدول.

مقاماتو دا تایید کړې نهده، چې په دغو صندوقونو کې خوراکي توکي، وسلې او یا هم بل څه وې.
د حشر پر وینا، د جوزجان په درزاب او قوشتپې ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
خو د جوزجان ولایت امنیه قوماندان رحمتالله ترکستاني سلاموطندار ته بیا د دغې موضوع په اړه بېخبري ښيي او وايي، چې تر اوسه دوی په دغه برخه کې هیڅ راپور نهلري.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم داسې راپور خپور شو، چې دوې الوتکې د سرپل ولایت په هغو سیمو کې ناستې کړې کوم چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.





