راشد خان: د «بیګ باش» لیګ ۲ کلپونو ورسره اړیکې نیولي

د اسټرالیا کرکټ بورډ رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ښه لوبغاړی راشد خان ارمان سره ۲ اسټرالیوي کلپونو اسټرالیا ته د ورتګ په موخه اړیکې نیولې دي.

د راشد خان پر وینا، د هندوستان د روانو «اي پي اېل» سیالیو پر مهال ورسره څو اسټرالیوي لوبغاړیو «بیګ باش» سوادګریزو سیالیو ته ورتګ د په اړه خبرې کړي او دغه راز د دې سیالیو ۲ اسټرالیوي کلپونو ورسره هم په‌دې موخه اړیکې نیولې دي.

 په ګوګلي ماسټر مشهور راشد خان اوسمهال له نبي عیسی‌خېل سره په ګډه د لومړي ځل له‌پاره او لومړیو افغان لوبغاړیو په توګه په لسم پړاو «اي پي اېل» سیالیو کې د دفاعي اتلې «سن رایزرز» لوبډلې په ګټه په لوبو بوخت دی.

راشد خان زیاته کړې، اوسمهال د هندوستان په کوربتوب «ای پي اېل» سیالیو کې بوخت دی او تمه لري، د دی سیالیو پای ته له رسېدو وروسته په بیګ باش سیالیو کې د لوبېدو په موخه د یوې لوبډلې سره ګټورې خبرې کړي.

په همدې حال کې د اسټرالیا سوداګریزو کورنیو «بیګ باش» سیالیو کې د لوبېدونکې سیډني سیکسرز لوبډلې کپټان «مویزیز هینریکیس» د راشد ارمان له لوبو ډېر خوښ دی او په‌دې فکر کوي، چې اسټرالیا ته یې ور وغواړي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ رسمي پاڼې د معلوماتو له مخې، هینریکیس رسنیو سره په خبرو کی ویلي، په روانو «اي پي اېل» سیالیو کې د راشد خان د شویو لوبو خوښ او راضي او له همدې کبله په‌دې فکر کوي، چې راشد خان ورسره د سږ کال په «بیګ باش» سیالیو کې هم ولوبېږي.

د ده په خبره، تراوسه په «اي پي اېل»؟ سیالیو کې د تمرین پر مهال نه‌دی بریالی شوی، چې د راشد خان بالونه چې په ډېر سرعت سره دوه اړخه تاوېږي په سمه توګه ولوبوي.

هینریکیس ویلي، داچی راشد خان په هندوستان کې بریالی روان دی؛ نو باوري دی که له خپلې ملي لوبډلې سره مصروف نه و؛ نو د اسټرالیا په سیالیو کې به هم د لومړي افغان لوبغاړي په توګه د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.

د سیډني سیکسرز لوبډلې کپټان زیاته کړې، نورې لوبډلې ساده‌توب کوي، چې د راشد په څېر لوبغاړیو ته په سترو سوداګریزو سیالیو کې د لوبېدلو چانس له‌دې کبله نه‌ورکوي، چې هېوادونه یې بشپړ غړیتوب نه‌لري او یا اوسمهال په کرکټ کې مخ پر وده روان دي.

د سیډني سیکسرز لوبډلې کپټان وایي، ډېر نیکبخته و، چې د افغان راشد خان او بنګله‌دېشي مستفیظ‌الرحمان سره په «سن رایزرز حیدراباد» لوبډله کې ولوبېد او پوره ډاډه دی، چې دواړه په «بیګ باش» کې د لوبېدو پوره وړتیا لري.

د یادونې ده، چې د سیډني سیکسرز لوبډلې د کپټان پر وړاندې تېر کال د بریالي ۲۰۱۶ کال شل اوریزو کرکټ نړیوال جام سیالیو وروسته د اسټرالیا «ایډلیډ سټرایکرز» لوبډلې هم د راشد خان د رانیولو لیوالتیا ښودلې وه؛ خو دا کار تېر کال عملي نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام