جنرال رازق له ۲۰۰ ډېر پولیس د قانوني سرغړونو پر بنسټ محبس ته لېږلي

د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق پرون ناوخته مهال خبري ناستي ته وویل، د ملګرو ملتونو هغه راپور له واقیعته لېری دی، چي ګواکی دی په بشري جرمونو اخته دی.  

د ده پر وینا، نه یوازي خپله له بشري جرمونو لېرې دی، بلکې په روان لمریز لېږدیز کال کې يې له ۲۰۰ ډېر د پولیسو لوړ پوړي او ټیټ پوړي منسوبین د قانوني سرغړونو په جرم محبس ته لېږلې دي.

 د جنرال رازق په خبره، محبس ته په لېږلو شویو منسوبینو کې د پولیسو، افسرانو او ساتنمنانو ترڅنګ د غورک، خاکریز او تخته‌پل ولسوالیو امنیه قوماندانان، د لومړۍ، د درېیمې، دولسمې حوزو امرین شامل دي.
د څارنوال جنرال رازق زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا خپور شوی راپور د پاکستان د استخباراتو په خوښه لیکل شوی‌دی.

تېره جمعه د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې یو راپور خپور کړ، چې په هغه کې ویل شوي وو، چې د کندهار پولیس د بندیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د راپور له مخې، پولیس د تحقیق پر مهال بندیانو ته د برېښنا شارټونه ورکوي، بندیان زندۍ کوي او د بندیانو معدې ته په زوره اوبه ور دننه‌کوي.

په راپور کي ویل شوي، چې د کندهار پولیس بندیان په یوه کسیزه خونه کې د زیات وخت له‌پاره ساتي، وهی يې او په جګړو کې نیول شوي کسان له قضايي اجراتو پرته وژني.

خو د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق خپور شوی راپور له واقعیتونو لېرې ګڼي.

د ده په خبره، یوه میاشت مخکې د هېواد د ملي امنیت لوی ریاست او کورنیو چارو وزارت د وراغلیو غړیو ترڅنګ د ملګرو ملتونو ادارې یو پلاوي ته خپلې ټولې بندیخانې ور وښولی.

رازق په ټینګار سره وايي، په کار ده، چې لومړی واقعیتونه راټول او بیا یو راپور چمتو شي؛ نه داسې بې بنسټه راپور، چې هېڅ معیار نه‌لري.

د کندهار امنیه قوماندان زیاتوي، دغه ډول راپورونه د ملګرو ملتونو بې‌طرفي تر پوښتنې لاندې راولي او داسې راپور کله هم د خلکو اصلي ستونزې نه شي حلولی.

دی د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ځېنو منسوبینو قانوني سرغړونې نه ردوي او مني، چې ځېنو پولیسو او افسرانو له قانوني چوکاټه وتلي؛ مګر پر وخت نیول شوي او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي‌دي.

د ده په باور، د قانون په عملي کېدو کې د هېچا مراعت نه‌کوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام