.jpg)
د لومړي ځل لهپاره په افغانستان کې داسې کورنۍ نیول کيږي، چې له وړو تر زړو پورې ټول يې له داعش وسلهوالو سره اړیکې لري.
افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د دغې کورنۍ په غړو کې یوه ماشومه هم شامله ده.
د دغې کورنۍ نیمايي غړي د قزاقستان هېواد څخه دي او نیمايي نور يې د پاکستان پورې اړه لري.
راپورونه وايي، د دغه کورنۍ غړي کله چې غوښتل د غور ولایت مرغاب سیمې ته سفر وکړي د پولیسو لهخوا نیول شوي دي.
.jpg)
د دغه ولایت د پولیسو قوماندان غلام مصطفی محسني سلاموطندار ته وویل، چې په یاده کورنۍ کې، یوه ماشومه، یو نارینه او دوې ښځې شاملې دي.
د غور امنیه قوماندان وايي، چې د نیول کېدو پرمهال د دغې کورنۍ له غړو سره د داعش تبلیغاتي وسایل، ۴۶ زره پاکستاني کلدارې او مخابرې هم موجودې وې.
یاده دې وي، لهدې وړاندې هم د ولایتي شورا ځينو غړو ادعا کړې وه، چې د افغانستان له سویل او سویلغربي ولایتونو څخه د کډوالو په جامه کې داعش وسلهوال د فیروزکوه شمال کې ځانونه ځای پرځای کوي.





