پاکستاني ځواکونه په پکتیکا کې ځنګلونه پرې کوي

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته د خواجه خدر غره د ځنګل په وهلو پسې برېښنایي ارې راوړي‌دي.

د برمل قومي مخور وايي، له یوې خوا پاکستاني ځواکونه د جلغوزیو ونې وهي او له بله پلوه خواجه خدر غره ته نږدې طالبان هم راډېر شوي‌دي، پر وینا یې، طالبان پلان لري، چې د پاکستانيو ځواکونو پر وړاندې د خلکو او دولت د احتمالي غبرګون مخنیوی وکړي.

د سيمې مخور زیاتوي، چې پاکستاني پوځيان د ډیورنډ له فرضي کرښې يو کيلومتر راوړاندې شوي او له یوې مخې ځنګلونه اره کوي، چې په‌دې سره ځایي خلک ډېر اندېښمن شوي‌دي.

د برمل ولسوالۍ قومي مشر قدرت الله سلام وطندار ته وویل، چې د سیمې د ځایي خلکو ټوله شتمني همدا قیمتي ونې «جلغوزي» او «لمنځې» دي، چې پاکستاني ځواکونه یې اره کوي او بیا یې له فرضي کرښې هاغې غاړې ته اړوي.

د دې ولسوالۍ بل قومي مخور میرویس خان وویل، چې پاکستاني ځواکونه شاوخوا ۱۰۰۰ متره مخکې راغلي، چې له همدې مخکې تګ نه په ګټنې کله پوستې جوړوي او کله بیا ځنګلونه وهي. د ده په خبره، چې د دې ځای قومونه د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو له ناسمو چلندونو نه پزې ته راغلي دي.

دوی یې له دولته د مخنیوي غوښتنه کوي.

په سويل د ختيځ ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد بیا ادعا کوي، چې پاکستانیو پوځیانو تر اوسه ونې نه‌دي پرې کړي؛ خو په خبره یې، پاکستانیو ځواکونو غوښتل چې ونې ووهي؛ خو د سیمې د اوسېدونکیو او سرحدي پولیسو په مرسته له کلک مخنیوي سره مخ شول.

د سيمې اوسېدونکي وايي، ځايي اداره دې د خلکو ملاتړې شي، چې د پاکستانيو پوځیانو د تېري مخه ونیسي. 

په‌ وروستیو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې پاکستانيو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځایه او ډېر ځله له نړیوالو منل شویو قوانینو سرغړونه کړې‌ده.

دا سرغړونې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوې هم دي؛ خو له‌دې سره ـ سره لا هم کله ناکله د دا ډول سرغړونو راپورونه رسنیزېږي.   

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام