ننګرهار کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړيږي

مشعل: دا به نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمې په کچه یو نړیوال لوبغالی وي

د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل د چارشنې پر سهار جلال اباد کې د کرکټ د لوی لوبغالي د جوړېدو د پیل په مراسمو کې رسنیو ته وویل، یاد ولایت او په ټوله کې ختیځه سیمه کې د کرکټ سره د ځوانانو د بې‌کچې مینې له امله پتېیلې، چې دغه لوبغالی جوړ کړي.

د ده پر وینا، دا به نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمې په کچه یو نړیوال لوبغاړی وي.

د مشعل په خبره، په‌دې لوبغالي ټولټال ۲ نیم میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي، چې د دوو کالو په موده کې به جوړ شي.

مشعل: په‌دې لوبغالي ټولټال ۲ نیم میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي، چې د دوو کالو په موده کې به جوړ شي

هغه همدارنګه وویل، چې نوی جوړېدونکی لوبغالی په درېیوو کتګوریو کې جوړېږي، چې هرې برخې ته یې جلا ـ جلا بودیجه ځانګړې شوې‌ده.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل زیاته کړه، چې ادارې یې د دغه لوبغالي د جوړېدو د لومړۍ برخې له‌پاره ۷ سوه زره امریکايي ډالر بودیجه لري، چې د لوبغالي پر چهاردېوالۍ او د ځمکې پر هوارولو ولګول شي.

نوموړي دا هم وویل، چې د لوبغالي تر څنګ په ټولو معیارونو برابر مسلکي روزنځای (اکاډومي) هم جوړوي.

په همدې حال کې ننګرهار والي ګلاب منګل ژمنه وکړه، چې د کرکټ بورډ ادارې سره د دغه لوبغالي په جوړولو کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

منګل: د کرکټ بورډ ادارې سره د دغه لوبغالي په جوړولو کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی

اوس مهال ننګرهار کې پر یو شمېر کوچنیو او خصوصي لوبغالو سربېره د هېواد په کچه یو بل هغه هم شته، چې نوی جوړېدونکی لوبغالی یې دویم هغه کېږي.

له‌دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کرکټ له‌پاره لوبغالي جوړ شوي، چې د کار د خرابوالي او په مرور د وخت سره د زیانمنېدلو وروسته یې راپورونه رسنیز شوي‌دي. د کرکټ بورډ مشرتابه بیا په ننګرهار کې ژمنه وکړه، چې په هېواد کې د ټولو جوړو شویو لوبغالو کمۍ او ستونزې هواروي او خرابې شوې برخې یې بېرته جوړې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام