افغان کرکټ بورډ دپنجشنبې په ورځ ( اپرېل ۲۳مه) په یوه رسنیزه غونډه کې منځنی بیټسمین اصغرستانکزی د کرکټ ملي لوبډلې د نوي کپتان په توګه اعلان کړ.
ستانکزی د کرکټ بورډ د نوي تشکېل شوي ټاکوونکي (سلیکشن) کمیټې د مشر دولت احمدزي له لورې د پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل په ځای د کپتان په توګه رسنیو ته ور وپیژندل شو.
احمدزي وویل چې د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان جاوید احمدي به د اصغرستانکزي مرستیال او دغه راز شیراغا همکار به د بشیرستانکزي په ځای د ملي لوبډلی نوی مدیر(منیجر) وي.
په رسنیزه غونډه کې نوي ګمارل شوي کپتان اصغرستانکزي له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې د ملي لوبډلې مسوولیت یی ورپه غاړه کړ او ژمنه یی وکړه چې تر خپلی وسې به په پوره مسولیت سره د ملي لوبډلې کپتاني وکړي.
دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي وویل چې اصغرستانکزی یې د وروستیو لوبو او دهغه د نړیوال کرکټ تجربې ته په کتو د کپتان په توګه ټاکلی دی.
دیادونې وړ ده چې ۲۷ کلن اصغرستانکزی د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په جګدلک کې زیږیدلی دی او کرکټ لوبه یې په کډوالۍ کې په پاکستان کې زده کړې ده.
نوی کپتان اصغرستانکزی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو د پخوانیو تجربه کاره کرکټرانو څخه شمیرل کېږي چې دده په مټ افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په تیر ۲۰۱۴ کال (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې کوربه بنګله دیشۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
دغه راز افغان کرکټ بورډ راتلونکې میاشت د سکاټلینډ خلاف کېدونکي ۴ ورځنۍ (فرسټ کلاس) لوبې ته هم د پخوانیو او اوسنیو کرکټرانو څخه ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
لوبډلې ته د نیږدې یو کلن انتظار وروسته ویکټ ساتوونکی شهزاد محمدي او دغه راز سید شیرزاد ، محب الله اوریاخیل ، عزت الله دولتزی ، رحمت شاه زرمتی ، حشمت الله شهیدي ، یامین احمدزی ، شبیرنوري ، فرید ملک او شرف الدین اشرف بیرته ملي لوبډلی ته راستانه شویدي خو شاپور ځدران ، حمید حسن ،عثمان غني، افتاب عالم، ګلبدین نایب او شفیق الله شفق د (ټیسټ) لوبې لپاره په اعلان شوی لوبډله کې شتون نلري.





