په ۱۰۰ میلیونو افغانیو باندې د طالبانو او داعشیانو نښته او ګڼه مرګ‌ژوبله

طالبانو او داعشیانو د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تپې ولسوالیو کې نښته کړې‌ده.

د جوزجان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې طالبانو او داعشیانو د تېرې ورځې له مازدیګر راهیسې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په اق سای، کمرلي او خاک شیهدان سیمو او د قوش تپې ولسوالۍ په چقمه‌چقور سیمه کې جنګ پیل کړی، چې تر اوسه دوام لري.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان رحمت‌الله ترکستاني سلام وطندار ته وویل، چې په‌دې نښته کې قوش تپې ولسوالۍ ته د طالبانو له‌خوا د نومول شوي ولسوال شیخ حمیدالله او یو لوړپوړي طالب قوماندان شهزاده مظلومیار په ګډون ۶۰ تنه طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه پر وینا، په‌دې نښته کې ۵ داعشیان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي‌ دي.

د ترکستاني په خبره، د طالبانو او داعشیانو ترمنځ دا نښته له هغې وروسته وشوه، چې داعشیانو څه موده مخکې د طالبانو د یو لوړپوړي چارواکي په ګډون له ۱۰۰ میلیونو افغانیو سره د مخدره موادو ۳ قاچاقبران برمته کړل.

د جوزجان امنیه قوماندان زیاتوي، چې د طالبانو دا کسان د فراه، بادغیس او هرات ولایتونو نه د کوکنارو د کښت او د پیسو د وېش له‌پاره دې ولایت ته ورغلي وو.

د جوزجان ولایت د مقام ویاند محمدرضا غفوري په‌دې ولایت کې د طالبانو او داعشیانو نښته تاییدوي او وايي، چې دواړو خواوو ته زیان اوښتی؛ خو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌لري.

طالبانو او داعشیانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام