د سوداګرۍ او صنایعو خونې نوې سروې ښیي، چې کابل له امنیتي پلوه د افغان سوداګرو لهپاره ترټولو خطرناک ښار دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت د کاروبار وضیعت په درېیم جوړ شوي کنفرانس کې وویل، ټولې خصوصي برخې کابل ته راټولې شي او دا د سوداګرۍ او کارو بار مرکز دی.
نصرت وايي، کابل له امنیتي اړخه سوداګرو ته ګواښونکی ښار دی او که هر ډول منفي یا مثبت بدلون را شي په ټولو خصوصي برخو خپل اغیز لري.
عتیق الله نصرت په خبره، له کابل وروسته بلخ، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونه د امنیت له پلوه سوداګرو ته ګواښونکي ښارونه دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال خان جان الکوزي له حکومته وغوښتل، د سوداګرو د امنیت خوندیتوب لهپاره باید د سړي تښتونکو ډلې د اعمالو په سزا ورسوي.
د سوداګرۍ خونې مسوولینو په دې غونډه کې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د سوداګرۍ او کاروبار وضعیت په اړه هم راپور خپور کړ.
دغه سروې په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د تیلیفون په وسیله ترسره شوې، چې له پانګهوالو د حالت په اړه پوښتنې شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وايي، د دوی د موندنو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په وروستۍ ربعه کې د کاروبار حالت د ۲۰۱۵ کال په پرتله ښه والی ښيي، خو دغه ښه والي کچه ټیټه ده.
د سوداګرۍ خونې د هېواد په ۵ اقتصادي حوزو کې د کاروبار پر وړاندې موجود خنډونه هم سروې کړي، چې د برېښنا او زیربناوو نهشتوالی د ټولو پانګهوالو ستونزې بلل شوي.