په غور ولایت کې د قانون نه پلي کول ځينې بزګران او خلک زړور کړي او د کوکنار په شان د غیر قانوني نباتاتو کښت ته يې ملاوې تړلې دي.
راپورونه وايي، نه یوازې دا چې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت مخنیوی شوی، بلکې د بدیل لهپاره يې هم کار نهدی شوی.
په یاد ولایت کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رېیس محمد یوسف وکیلي سلام وطندارته وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې ډيرو بزګرانو د قانون نه ټينګښت له امله د ولسوالیو نږدې مرکزونو کې کوکنار کرلي دي.
وکیلي زیاتوي، چې د کوکنارو بدیل کښت نشتون ترڅنګ د قانون نه پلي کول ددې لامل شوي چې بزګران په زغرده کوکنار وکري.
د ده پروینا که څه هم د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ادارې دغه ولایت کې د کوکنارو کښت پروړاندې مبارزه پیل کړې وه، خو ګټوره تمامه نه شوه.
هغه خبرداری ورکوي، چې که په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت او نشهيي توکو قاچاق مخنیوی ونه شي د غور ډیری وګړي به په نشو روږدي شي.
په همدې حال کې د غور مدني فعالان د کوکنارو کښت زیاتوالي انديښمن دي او وايي، چې د نشهيي توکو پرضد جدي مبارزې نشتون، د دې لامل شوي چې په دغه ولایت کې نا امني زیاته شي.
د غور دوه مدني فعالان تیمور شاه او محمدحسن حکیمي وايي، چې د کوکنارو د کښت څښتانانو ته چا د زیانونو په باب څه نهدي ویلي او چاقاق يې د غور پر امنیت منفي اغیز کړی دی.
په همدې حال کې د والي ویاند عبدالحی خطیبي بې وزلي، وزګارتیا او ګراني په غور ولایت کې د کوکنارو د کښت زیاتوالي له لاملونو بولي او زیاتوي چې هڅه کوي بزګرانوته د کوکنارو ښت بدیل پيداکړي.
د کوکنارو د کښت زیاتوالي په اړه انديښنې داسې مهال رامنځته کیږي، چې تېر کال هم د نشهيي توکو پرضد د مبارزې ادارې چارواکو دغه ولایت کې له ۵۰ زره ډيرو پر نشو روږدي کسانو خبر ورکړل شوی و.