یوه ځوان د پېغلتوب نه درلودو په تور خپله ناوې خور ووژله

 

په غور ولایت کې یوه تازه واده شوې ناوې د خپل ورور په واسطه ځکه وژل شوې، چې د ناوې مېړه له‌خوا ورته ویل شوي و، چې خور دې باکره نه‌ده او باید بېرته يې خپل کور ته یوسي.

له زنګ وروسته، د ناوې ورور د خپل واده شوې خور کره ورځي، په یوه پلمه يې له کوره باسي او په لاره کې یې وژني.

د غور ولایت امنیه قوماندان غلام مصطفی محسني سلام‌وطندار ته د دغې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، چې دغه پېښه د غور ولایت شهرک ولسوالۍ په اوشان کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د غور قوماندان وايي، چې د دغې ناوې ورور د بدنامۍ له وجې دغه کار کړی دی.

د امنیتي چارواکو پر وینا، په کومه سیمه کې چې دا پېښه رامنځ ته شوې هلته وسله‌وال طالبان واکمن دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام