افغانستان له مالدیف سره د فوټبال دوستانه لوبه کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۳ رسمي نړیوالو سیالیو وروسته د اول ځل له‌پاره په یوه نړیواله دوستانه فوټبال سیالۍ کې له مالدیف سره لوبه کوي.

د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال علي رضا اقازاده سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، سیالۍ به د روان ۲۰۱۷ کال د جون میاشتی په ۶ نېټه دوبۍ کې وشي.

د اقازاده پروینا، سیالۍ د کمبودیا خلاف ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام غوراوي پړاو لوبې ته د ښه چمتووالي په موخه برابره شوې ده.

دا به لومړی ځل دی د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د عربي اماراتو په دوبۍ کې د بل هېواد فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ کوي.

افغانستان او مالدیف تراوسه ۳ نړیوالې فوټبال سیالۍ کړي چې لومړۍ لوبه ۲۰۱۵ کال کې د سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې ۴ د ۱ ګول په وړاندې افغانستان ګټلې ده.

دغه راز دویمه لوبه په ۲۰۱۴م کال کې ۹ د ۸ ګولونو په وړاندې مالدیف وګټله او درېیمه لوبه بیا په ۲۰۱۳م کال کې بغیر له کوم ګول مساوي پای ته رسېدلې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرترجنرال

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخی، ملي لوبډله به د مالدیف خلاف له لوبې وروسته د جون میاشتې په ۹ نېټه کمبودیا هېواد ته سفر وکړي.

افغانستان د عربي اماراتو په کوربتوب ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته په دریم پړ او غوراوي سیالیو کی له ویتنام سره۱ لوبه ترسره کړې ده، چې په یو، یو ګول برابره پاې ته رسېدلې ده.

افغانستان اوسمهال د فوټبال نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ۱۵۶ خو مالدیفۍ لوبډله بیا ۱۶ درجې وړاندې ۱۴۰مقام له ځان سره لري.

د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرترجنرال دا هم وویل، روانه اپریل میاشت د افغانستان فوټبال له‌پاره مهمه میاشت ده چې د اپریل په  نېټه به فوټبال نړیواله شورا (فیفا) د سویس هېواد په زیوریخ ښار مرکزي دفتر کې د افغانستان فوټبال د وروستیو جنجالونو او ټاکنو د ځنډېدلو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ټاکل شوې وه د روانې اپریل میاشتې په ۵ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون مشرۍ له‌پاره ټاکنې شوې وای خو دغه ټاکنې د فیفا له خوا په افغانستان کې د بېلا بېلو ستونزو له کبله اوسمهال د نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام