چاودنې په کرمې‌ایجنسۍ کې ۲۲ تنه وژلي او ۵۰ تنه یې ټپيان کړي

دغه چاودنه نن جمعه سهار مهال د کرمې‌ایجنسۍ د پاړه‌چنار «نور مارکېت» ته څېرمه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پاکستاني رسنیو له‌خوا په ورکړل شویو راپورونو کې تر اوسه په‌دې چاودنه کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو او د ۵۰ کسانو د ټپي کېدو خبره راغلې ده.

ویل کېږي، چې د چاودنې په ځای کې نږدې د اهل تشیع یوه امام بارګاه هم موجوده ده.

خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي، چې دا په پاکستاني پولیسو ډله‌ییز برید و.

د پاکستان د پوځ د اړیکو مسوول ساجد حسین طوري په نوم یو چارواکي ویلي، چې د برید نوعیت ځانمرګی و؛ خو له ځانمرګي مخکې اول ډزې وشوې او بیا برید وشو. د ده پر وینا، سیمې ته مرستندویه ډلې لېږل شوې دي.

د چاودنې ځای له ګڼې ـ ګوڼې ډکه سیمه ګنل کېږي.

څه موده مخکې هم په پاړه چنار کې ورته چاودنه شوې وه، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ـ ژوبله اړولې وه.

تر اوسه د دې چاودنې د مسوولیت په اړه کومې سله‌والې ډلې څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام