
د فاریاب ولایت پیښې حقیقت موندنې پلاوي رییس وايي، د دوی څیړنې ښيي چې د دغه ولایت وروستۍ نښتې د جمعیت او جنبش ډلو پورې اړه نهلري.
د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د ۱۳۹۵ کال د کب میاشتې ۲۸ نیټې پیښه چې په کې د قیصار ولسوال نظام الدین قیصاري زوی په ګډون څلور کسان ووژل شوي، ۱۷ نور ټپیان شوي وو چې په کې ۸ پولیس هم وو.
ویل شوي په دغه ولایت کې د جنبش او جمعیت ډلو ترمنځ کړکیچ روان دی.
ددې لانجې غوڅېدو له پاره حکومت فاریاب ته یو پلاوی لیږلی و.
د ترانسپورت او هوا چلند وزیر محمد الله بتاش چې ددغه پلاوي مشري يې کوله د سې شنبې ورځ میمنه کې خبري غونډې ته وویل، چې دا یوه جنايي پیښه ده چې ریښې يې د تیرکال دوښمنۍ ته رسېږي.
د بتاش پروینا، د فاریاب پیښې حقیقت موندنې پلاوي پریکړو کې د المار ـ قیصار مواصلاتي لارې خلاصېدل، په میمنه کې د خپل سره وسله والو تګ راتګ او ددې پیښې عاملینو نیول شامل دي.
«پیښه د یو ځوان محصل له وژنې پیل شوې وه وروسته بیا وضعیت له کنټروله وتلی، سربیره پردې د میمنې اوسیدونکو له پاره یوه اندیښنه وه او شته اوس هم د خپل سره وسله والو کسانو شتون او د المار- قیصار لارې بندیدل چې زیاتره مامورین او خلک پرې تګ راتګ نه شی کولی هلته کړکیچ رامنځته شوی دا سیاسي خبره نه ده، وژنه یو جرم دی مجرم نه تنظیم لري نه ګوند او نه هم قوم لري.»
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد چې هم ددغه پلاوی غړی دی وايي، چې له ولسمشر ه يي لومړۍ غوښتنه په فاریاب کې د یوې پوځي قطعې جځای پرحای کول دي.
دغه راز، ښاغلي مراد په میمنې ښار کې د خپل سره وسله والو تګ راتګ او له دوی د ټولو پوځي وسایطو له ټانګ او نورو جګړه ییزو وسایطو پء راټولو ټینګار وکړ:
«په لوړه کچه چې ارګ ته وړاندې کیږي د یوې سترې قطعې لرل چې وکولی شي امنیت تامین کړي او هرڅوک چې قانون مات کړي او عامه امنیت نقض کړي باید قانوني چلند ورسره وکړي او په میمنې ښار کې د یو ځواک راتګ اړین دی انشالله چې ارګ به پرې پرېکړه وکړي.»
دوه اونۍ مخکې په میمنې ښار کې د جمعیت او جنبش ډلو پلویانو ترمنځ وسله واله ښته کې د نظام الدین قیصاري زوی له وژل کیدو وروسته اوس د دواړو ډلو پلویانو ترمنځ خورې ورې نښتې پښتونګوټ او المار ولسوالیو ته وغځېدې.






