غور کې ۲۵۰۰ ښوونکیو ته اړتیا ده

د غور د پوهنې مسوولان د مسلکي ښوونکیو له نه‌شتوالي او د ښوونکیو له خالي بستونو سرټکوي.

د غور د پوهنې رییس صبغت الله اکبري سلام وطندار ته وویل، چې په ۱۳۵۹ کال کې یې ۲۵۰۰ ښوونکیو ته اړتیا لرله، چې د نه‌شتوالي له امله یې د زرګونو زده‌کوونکیو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخ شو. د ده په خبره، ښایي په ۹۶یم کال کې دا اړتیا ۳زرو ښوونکیو ته ورسېږي.

اکبري زیاتوي، چې له بلې‌خوا په غور کې لوستې خلک دې ته تیار نه دي چې د ښوونکي دنده اجرا کړي.

د غور د ولایتي شورا غړی حمیدالله متحد هم وايي، چې په ۱۳۹۵یم لمریز کال کې د ښوونکیو د کمښت او ناامنیو لامله زده‌کوونکیو په سمه توګه زده‌کړه ونه‌کړه او په‌دې کال کې د غور د پوهنې کچه په ډېر ټیټ حالت کې پاتې شوه.

متحد خبرداری ورکوي، که دا ستونزه حل نه‌شي؛ نو ډېر زده‌کوونکي به له زده‌کړو زړه توري شي.

د غور د ولایتي شورا بل غړی عبدالحمید ناطقي په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکیو په نه‌شتوالي نیوکه کوي، وایي چې په غور کې اکثره ښوونکي یا له څوارلسمه پاس وي او یا دولسمه.

ناطقي غوښتنه کوي، چې د ښوونکیو د تشکیل له ډېرېدا سره دې سم د اوسنیو ښوونکیو ظرفیت لوړ شي.

 د غور د پوهنې مسوولان وایي، چې دا ستونزه یې د پوهنې له وزارت سره شریکه کړې او هغوی د ډېر ژر حل ژمنه ورکړې ده.

په اوس وخت کې غور کې ۸۸۴ ابتدایه، متوسطه او لیسې شته. د غور د پوهنې مسوولان پر وینا، په دغو ښوونځیو کې ۲۲۰ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي، چې له ۴۰ سلنې ډېره برخه یې نجونې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام