افغان چارواکي وايي، چې په ۱۳۹۵کال کې افغانستان له نړیوال سوداګریز سازمان سره یوځای شو؛ د دغه کار لهپاره يې د ۳۰ قوانینو پړواونه بشپړ کړل.
په دغه کال کې له ۱ تر ۱،۵ میلیاردو ډالرو پانګونه جذ شوې، د صنایعو وضعیت ښه شوی او د ۱۳۹۴ لمریز کال د لومړۍ نیمایي په پرتله د ۱۳۹۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان صادرات ۲۸ سلنه زیات شوي دي.
دغه راز، افغانستان له اوزبیکستان، قزاقستان او چین سره د اورکاډي پلټۍ له لارې نښلول شوی، چې له دې لارې له چین هېواده د سوداګرو ۱۰۰۰ کانټینره مال افغانستان ته راولېږدول شو.
اخوا د ترکمنستان او افغانستان ولسمشرانو په لاس د اقينې اوسپنې پټلۍ پرانیستل شوه، چې د افغانستان اقتصادي ودې لهپاره ډېره ګټوره بلل کېږي.
له چابهار بندره اغېزمنې ګټې اخیستنې په تړاو د افغانستان، ایران او هند ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه او هم د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ ورته هوکړه لیک ورستي پړاو ته رسېدلی دی.
د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندار ته وویل، د افغانستان ــ اوزبیکستان ترمنځ ترانزیټي تړون کار هم بشپړېدو ته نږدی دی.
د قوقندي پروینا د ۱۳۹۵ کال په ۸ میاشتو کې د یو میلیارد ډالرو د پانګونې ژمنه هم شوې وه، چې ۸۵۰ میلیونه هغه یې د کندهار، هلمند او سروبي برېښنا له پاره ځانګړې ده.
د سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان اقتصاد ۲ سلنه وده کړې؛ پروینا یې، چې لامل یې د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کول، د صنعت وده کول، د لویو بنسټیزو پروژ عملي کېدل او د انرژۍ تولید په برخه کې د پانګونې ژمنه بلل کېږي.
قوقندي وايي، د پانګې جذب په موخه قانون له مناسبو تعدیلونو سره تصویب شو.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ویاند په خبره، په همدې کال کې هېوادنیو صنایعو هم وده کړې او ترې ښه ملاتړ شوی دی.
دی وايي، چې د کورنیو تولیداتو خامو موادو په ټکس او تعرفه کې له ۸ سلنو تر یوې سلنې کموالی راوستل شوي او په ټولو دولتي ادارو کې ۲۵ سلنه لومړيتوب کورنیو تولیداتو ته ورکړل شوی دی.
ده زیاته کړه، په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو مېوې او وریجو په قرار دادونو کې سپارښتنه شوې، چې له کورنیو تولیداتو باید ګټه واخیستل شي.
اخوا بیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي د ۱۳۹۵ لمریز کال په اړه وايي، چې په دغه کال کې ستونزې او پرمختګونه وو؛ خو دوی هم دغه کال د اقتصادي پلوه یو ښه کال ګني.
د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، حکومت لویو پروژو ته کار وکړ او افغانستان یې لویو لارو سره ونښلولو.
نوموړي دا هم وویل، چې په ۹۵ کال کې د خصوصي سکتور پر وړاندې ناامني ستر خنډ و او دغه راز اداري فساد، د حکومت مشرانو ترمنځ نه همغږي او د برېښنا نه شتوالی د پانګونې پر وړاندې نورې ننګونې وې.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې د کابل ـ اسلام اباد وروستیو کړکېچنو اړیکو او د تورخم او سپین بولدک لارو تړلو خصوصي سکتور ته ۵۰ تر ۸۰ ډالرو زیان ورسولو.
که څه هم ۱۳۹۵ لمریز کال کې ډېر هېوادوال د وزګارتیا له امله ځورېدل، خو کتونکي بیا په دې برخه کې د ځينو لاس ته راوړنو خبرې هم کوي.
اقتصادپوه محب الله شریف وايي، چې افغان حکومت په سیمه کې ډېرې پروژې وروستي پړوا ته ورسولې او ځينې يې نوې پيل کړې.
شریف زیاتوي، چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې حکومت د بندونو جوړېدو او ترڅنګ يې د افغانۍ بیې رالوېدو مخنیوي لهپاره ښه کارونه وکړل، د لومړنیو توکو په بیو کې د نورو کلنو په پرتله توله وساتل شوه.
شریف د پانګونې په اړه وايي، چې د ۱۳۹۵ لمریز کال په لومړیو کې پانګونه ښه نه وه.
اقتصادپوه محب الله شریف وویل، لا هم د وزګارتیا کچه لوړه او په دې برخه کې حکومت جدي ګام نه دی اخیستی؛ خو زیاتوي، اوسمهال وضعیت له خرابوالي راګرځېدلی او ښايي نوي کال کې حالات څهناڅه ښه شي.
نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارې تړل کېدو ته په اشارې وویل، چې نه یوازې په دې سره دواړو لورو ته مالي زیان واوښت، بلکې په راتلونکې کې هم زیانونه لري.
په حکومت کې بېلابېل دريځونه او نه همغږي هغه ستونزې وې، چې مخالف لوري ترې ګټه پورته کړې ده.