د کابل ښار په تایمني سیمه کې د چادونو له امله یو شمېر وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د سړک پر غاړه د خښ شوی ماین له امله دغو وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
نوموړي رسنیو ته ویلي، چې د لومړني معلوماتو لهمخې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۸ نور ټپيان دي.
چاودنه پر کاسټرډوله موټر شوی، خو دا لا معلومه نهده، چې عام وګړي په نښه شوي و، که دولتي او یا هم د کوم خصوصي شرکت مامورین په دغه بس کې سپاره و.
د ویلو ده، چې د برید مسوولیت تر اوسه د دولت هیڅ کومې مخالفې ډلې نهدی منلی.