څه باندې ۵۸ لرغوني ځایونه بېرته رغول کېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د فرهنګي میراثونو خوندیتوب ورځې نمانځغونډې پرمهال وویل، په ټول افغانستان کې له ۵۸ زیات شمېر لرغونو سیمو بیارغونې چارې عملا روانې دي.

دوی وویل، چې د دغو لرغونو سیمو د بیارغونې بودیجه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له عادي او پراختیايي بودیجې او دغه راز د ځینو موسیسو له خوا ځانګړې شوې ده.

د اطلاعات او کلتور ځای ناستي وزیر محمد رسول باوري وویل، په ټول افغانستان کې ۵ زره لرغوني اثار او ځایونه پېژندل شوي، چې له ډلې یې یوزرو ۴۶۰ لرغوني اثار او ځایونه ثبت شوي دي.

باوري له وطنوالو وغوښتل، چې د لرغونو اثارو او ځایونو ساتنې ته جدي پام وکړي.

د اطلاعات او کلتور وزارت د دې غونډې په ترڅ کې د تاریخي ځایونو او اثارو ساتنې او خوندیتوب په موخه د کلیو پراختیا او بیارغونې او ښارجوړونې وزارتونو سره دوه هوکړه لیکونه هم  لاسلیک کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام