
له اداري فساد سر د مبارزې شبکې د ارزونې له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت د لسو میلیونو ډالرو بډو په بدل کې د قیمتي ډبرو ۲۱۷ تړونونه د ملي شورا غړیو، وزیرانو او زورواکیو ته ورکړيدي.
د دې شبکې رییس خانزمان امرخېل د کوم چارواکي نوم وانهخیست خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې وسلهوال هم ستر رول لري.
د دې شبکې رییس خانزمان امرخېل نن شنبې د (مارچ پر ۱۱مه) کابل کې د دې ارزونې د خپرولو پر مهال پر حکومتي چارواکیو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کانونو ډېر قراردادي شرکتونه په غیرمسلکي توګه کانایستنه کوي چې په دې سره د افغانستان د کانونو سکتور ته ستر زیان اوړي.

د دې شبکې غړی ذبیحالله وردګ وايي، په هېواد کې تر ټولو زیات عواید د کانونو دي، چې ډېره برخه یې په ناامنو سیمو کې د وسلهوالو مخالفانو جیبونو ته لوېږي.
دی له حکومته غواړي، چې په ناامنو سیمو کې ټول لاسلیک شوي تړونونه لغوه کړي.
له اداري فساد سره د مبارزې شبکې د معلوماتو له مخې، ۱۴ قراردادي شرکتونو دولت ته خپل ۸ میلیونه ډالر مالیه نهده ورکړې.
له اداري فساد سره د مبارزې شبکې د دې څرګندونو په تړاو مو د کانونو او پټرولیم وزارت د نظر اخیستلو څو ځلي خواري وکړه؛ خو له بیا ـ بیا اړیکو سره بریالي نه شولو.





